د پاملرنی مؤسسې مسؤلينو د کرنې له رییس سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۸
د پاملرنی مؤسسې مسؤلينو د کرنې له رییس سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د پاملرنې مؤسسې مسؤلينو د کرنې رياست له رییس مولوي سیدامین هاشمي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د پاملرنې مؤسسې مسؤل حیات الله احمدزی له ښاغلی هاشمی سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلی هاشمي په خپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې مؤسسې له مسولينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل، چې ژر تر ژره سروې ترسره کړی او د بزګرانو ستونزو ته د حل په موخه خپل فعالیتونه ګړندي او بې له ځنډه يې په خپل وخت سرته ورسوي ترڅو د يادو پروژو په پلي کېدو سره به بزګرانو ته د کرنې په برخه سهولتونه رامنځته کړي.

https://whatsapp.com/channel/0029VajQTqLBKfi8Pt3IRu18

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت