کندهار کې د غنمو۴۲ ننداریزې قطعې جوړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۱۵:۰
کندهار کې د غنمو۴۲ ننداریزې قطعې جوړیږي

۱ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کندهار کې د غنمو ۴۲ ننداریزې قطعې جوړوی.
په همدې موخه د کندهار د کرنې ریاست له خوا د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او د مقایسوي کښت په پار دوی ته سیمه ییز تخمونه هم وېشلي دي.

ددې برنامې په اساس په دې ولایت کې د غنمو د پرمختللو لارو چارو د ترویج په پار د غنمو ۴۲ ننداریزې قطعې جوړیږي.

د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې دغنمو دغه ننداریزې قطعې د کتار په ډول په ازمایښتې بڼه کرل کیږي، چې موخه یې د بزګرانو عامه پوهاوی او د حاصلاتو زیاتوالی ده.

د غنمو په دغو ننداریزو قطعو کې بزګرانو ته د غنمو د پرمختللي کرکېلي او د کروندو د مناسبې پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت