د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کارونې کړن لارې د ورستي کولو په موخه دکرنې او مالدارۍ مرستیال سره شریک شو 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۱
طرزالعمل استفاده از محصولات زراعتی و مالداری جهت نهایی سازی با معین زراعت و مالداری شریک شد

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کارونې دکړن لارې طرحه، د کورنیو چارو، دفاع، مالیې او اقتصاد وزارتونو او دغه راز د تدارکاتو ملي ادارې، استخباراتو ریاست، چارو ادارې، ښاروالي او دکرنې وزارت د کارپوهانو په شتون کې دکرنې اومالدارۍ مرستیال سره شریک شو.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې وویل: «کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته بازارموندنه او لومړیتوب ورکول یوه ډېره مهمه مسله ده، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په وده او پراختیا کې ارزښتناک رول لوبوي. د مالدارۍ دغه کړنلاره د امیر المؤمنین شیخ‌ هبة ‌الله‌آخندزاده حفظه الله  د لارښوونې او د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د هېواد د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د ملاتړ لپاره چمتو شوې ده، ددې کړن لارې د لا بډاینې په پار ستاسو نظرونه او وړانیزونه مهم دي، ترڅو دغه کړن لاره لا بډایه او غني شي او هره اداره خپل مسؤلیتونه وپېژني.»
ددې غونډې په ترڅ کې دکرنې او مالدارۍ مرستیالۍ سلاکارانو د کړن لارې چمتو شوی متن تشریح کړ او د یادو ادارو استازو خپل نظرونه شریک کړل، څو په کې شامل شي.

طرزالعمل استفاده از محصولات زراعتی و مالداری جهت نهایی سازی با معین زراعت و مالداری شریک شد
۱۷ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
طرزالعمل استفاده از محصولات زراعتی و مالداری با حضور نماینده‌گانی از وزارت‌های داخله، وزارت مالیه، داخله، دفاع، اقتصاد، تدارکات ملی، استخبارات اداره امور، شاروالی و متخصصان و مشاوران زراعت به مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری شریک شد.
در این  مجلس مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری به ایراد سخن پرداخته گفت": بازاریابی و اولویت دهی برای استفاده از محصولات زراعتی و مالداری داخلی یک موضوع بسیار مهم می باشد که در رشد زراعت و مالداری کشور نقش ارزنده دارد، این طرزالعمل بر اساس هدایت امیرالمومنین شیخ‌ هبة ‌الله‌آخندزاده حفظه الله  و فیصله کابینه تهیه شده تا از محصولات زراعت و مالداری وطن حمایت صورت گیرد، نظریات شما برای بهبود آن مفید است تا طرزالعمل جامع و غنی تهیه گردد و هر اداره مسوولیت‌هایش را بشناسد".
در ادامه مجلس مشاوران معینیت زراعت و مالداری متن ترتیب شده این طرزالعمل را تشریح نموده و نماینده‌گان ادارات متذکره نظریات خویش را شریک نمودند تا در آن گنجانیده شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت