تخار کې څه دپاسه پنځه زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۲۱
تخار کې څه دپاسه پنځه زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۱۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د تخار له ولایت څخه پنځه زره او ۹۱ مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي.
ددغو غنمو له ډلې یوزر او ۳۲۰ مټریک ټنه یې د تخار په ولایت کې زېرمه کېږي، یوزر او ۲۷۱ مټریک ټنه یې د بدخشان په ولایت کې او دوه زره او ۵۰۵ مټریک ټنه یې دکابل په سیلو کې زېرمه کېږي.
ددغو غنمو تدارکاتي، بیې ټاکنې، پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوې ده، چې په ترڅ کې یې هر من (اوه کیلو ګرامه) غنم په ۱۵۵ افغانیو پېرل کېږي، د دې غنمو راټولول له مالیې معاف دي او د ټولولو او لېږد ټول لګښتونه یې د کرنې وزارت په غاړه ده.
د تخار د کرنې ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په تخار ولایت کې ۳۴۰ زره ۵۷۹ مټریک ټنه غنم تولید شوي دي.
دغه راز سږکال د تخار ولایت په ۱۸۹ زره او ۹۷۱ هکټاره ځمکه اوبیز او للمي غنم کرل شوي ؤ. د افغانستان په شمال کې د تخار ولایت یو له حاصلخېزو ولایتونو څخه دی، چې تر ډېره په کې غنم او شولې کرل کېږي.

بیش از پنج‌هزار متریک تن گندم در ولایت تخار خریداری و ذخیره سازی می‌شود 
۱۳ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
براساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله و تعالی، پنج هزار و ۹۱ متریک تن گندم مازاد دهاقین از ولایت تخار خریداری و ذخیره سازی می‌گردد.
از میان این گندم یک هزار ۳۲۰ متریک تن آن در ولایت ذخیره سازی می‌شود و یک هزار و ۲۷۱ متریک تن در ولایت بدخشان و دو هزار ۵۰۵ متریک تن آن به سیلو کابل انتقال داده می‌شود.
روند تدارکاتی قیمت گذاری، خریداری و ذخیره سازی آن آغاز گردیده، که هر سیر (هفت کیلو) گندم به قیمت ۱۵۵ افغانی خریداری میشود، جمع آوری این گندم از مالیه معاف بوده و تمام مصارف جمع آوری و انتقال به دوش وزارت زراعت می‌باشد.
بر بنیاد آمار ریاست زراعت ولایت تخار، امسال ۳۴۰ هزار و ۵۷۹ متریک تن گندم در ولایت تخار حاصلات داشته است.
هم چنان در سال جاری، ۱۸۹ هزار و ۹۷۱ هکتار زمین تحت کشت گندم آبی و للمی بود.ولایت تخار در شمال افغانستان، از ولایت های حاصلخیز بوده که بیشتر گندم و شالی کشت می شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت