د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د تخار ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۱:۸
معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت تخار دیدار کرد

۱۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د تخار ولایت د کرنې ریاست له رییس قاري قطب الدین دهنوي او دیاد ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې کتنه کې وویل: «له خلکو سره ښه چلند وکړئ او کارونه په ښه توګه ترسره کړئ، له سرغړونې، خیانت، تبعیض او ناوړه چلند څخه ډډه وکړئ، منازغه او اختلاف مه کوئ.»
په همدې حال کې د تخار ولایت د کرنې رییس قاري قطب الدین دهنوي وویل: «تخار ډېرې اوبه او دکرکیلې لپاره مناسب اقلیم لري، د غنمو حاصلات یې د دې ولایت د خلکو له مصرف څخه زیات دي، که له کروندګرو سره مرسته وشي، زموږ حاصلات بهر ته هم صادرېدای شي.»
د دې غونډې په څنډه کې د غنمو د بیې ټاکنې، د نمونې اخیستل، پېرل او زېرمه کولو درې ګونه کمېټې وګمارل شوې او د دغه پروګرام په بریالیتوب ټینګار وشو، ټاکل شوې ده چې د تخار ولایت څه باندې پنځه مټریک ټڼه غنم وپېرل شي او په مناسب ځای کې زېرمه شي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت تخار دیدار کرد
۱۳ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی  سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با قاری قطب الدین دهنوی رییس زراعت و کارمندان ریاست زراعت ولایت تخار دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« با مردم به طریقه نیک رویه کنید و کارها را به وجه احسن انجام دهید، از تخلف، تقلب، تبعیض و رفتار بد جلوگیری کنید، منازعه نکنید و اختلاف ایجاد نکنید».
در همین حال، قاری قطب الدین دهنوی رییس زراعت ولایت تخار گفت:« تخار ولایت سرشار از آب و هوای مناسب است که حاصلات گندم آن بیشتر از مصرف مردم این ولایت است اگر به دهاقین کمک شود حتی حاصلات ما خارج از کشور صادر گردد.»
در حاشیه این دیدار، کمیته سه گانه نرخ گیری(تعیین قیمت)، سمپل گیری و خریداری و تسلیم گیری (ذخیره سازی) تعیین شده و بر موفقیت سازی این برنامه تاکید شده است، قرار است بیش پنج هزار متریک تن گندم مازاد دهاقین از ولایت تخار خریداری و ذخیره سازی شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

بازگشت