دکرنې وزارت دکرنیزې پرمختیا صندوق د دوو نویو محصولاتو پرانیسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۰:۱۲
دو محصول جدید صندوق وجهی انکشاف زراعتی وزارت زراعت افتتاح شد

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د یو پروګرام په ترڅ کې د مشارکت (ګډون) او مضاربت په نوم د کرنیزې پرمختیا صندوق دوه اسلامي خدماتي محصولات د کرنې وزارت د مشرتابه، د ملي پراختیایي شرکت، دکرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان اسلامي امارت د نورو مالي بنسټونو د استازو په حضور کې پرانیستل شول. 
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په اغېزمن او شفاف دول د پروژو د پلي کولو د هڅو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«زموږ مسوولیت دا دی، چې د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره شپه او ورځ کار وکړو، د اسلامي مالي خدمتونو رامنځته کول هم یو له هغو خدمتونو څخه دی، چې د کرنې وزارت له خوا کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته وړاندې کېږي. د افغانستان اسلامي امارت له فتحې وروسته موږ د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیل کړ، چې له دې لارې موږ د خصوصي سکتور سوداګرو او متشبثینو ته ۱.۳ میلیارده افغانۍ ورکړي دي. د دوو نویو محصولاتو په وړاندې کولو سره، موږ غواړو چې د کال تر پایه د وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق له لارې په هېواد کې د کرنې د ودې او پراختیا لپاره د 2 ملیارد افغانیو په ارزښت اسلامي مالي خدمات وړاندې کړو.»
په ورته وخت کې دکرنیزې پرمختیا صندوق د اجراییوي بورډ رییس انجنیر عبدالغفور غفاري د دغه ادارې د نویو محصولاتو په اړه معلومات ورکړل او د امارات او خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ: «دغه دوه نوي محصولات چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا لخوا منظور شوي دي، په کې مضاربت یا د پانګونې د تمویل مفکوره او مشارکت (ګډون) د پانګې شریکول شامل دي، چې له دې لارې موږ غواړو د هېواد د کرنې او مالدارۍ ځنځیري ارزښت ته په پام سره د بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکټور د متشبثینو د کوچني سوداګرۍ او کاروبار ملاتړ او ورته وده ورکړو.»
په ورته وخت کې په دغه پروګرام کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل هم په هېواد کې د لا زیاتو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې یې د زېربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو یادونه وکړه.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د چارواکو په وینا، بزګران، مالداران، سوداګر او د خصوصي سکتور متشبثین کولای شي له دغو اسلامي تمویلي محصولاتو (ګډون او مضاربت) څخه په استفادې خپل کاروبار پراخ کړي.

دو محصول جدید صندوق وجهی انکشاف زراعتی وزارت زراعت افتتاح شد
طی برنامه‌ای در وزارت، آبیاری و مالداری دو محصول خدمات مالی اسلامی صندوق وجهی انکشاف زراعتی تحت نام مشارک و مضاربت با حضور مسوولان رهبری وزارت زراعت، شرکت انکشاف ملی، اتاق زراعت و مالداری و سایر نهادهای مالی امارت اسلامی افغانستان افتتاح شد.
در این برنامه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از تلاش‌ها جهت تطبیق پروژها به گونه موثر و شفاف سخن زده علاوه کرد"مسوولیت ما این است که شب و روز برای برای دهقان و مالدارن کشور کار نماییم که ایجاد خدمات تمویل مالی اسلامی نیز از خدماتی است که از سوی وزارت زراعت برای دهقان، مالدارن و سکتور خصوصی اراییه می‌شود و پس از فتح امارت اسلامی افغانستان روند اراییه خدمات مالی اسلامی وکاله و مرابحه را آغاز کردیم که از آن طریق ۱.۳ میلیارد افغانی برای تجار و متشبثین سکتور خصوصی پرداخت کردیم و حال با افتتاح دو محصول جدید می خواهیم از طریق صندوق انکشاف وجهی این وزارت الی اخیر سال  مبلغ دو میلیارد افغانی خدمات تمویل مالی اسلامی را جهت رشد و انکشاف دهی زراعت کشور اراییه نماییم".
در همین حال انجنیر عبدالغفور غفاری رییس هیئت عامل صندوق وجهی انکشاف زراعتی پیرامون محصولات جدید آن اداره معلومات ارییه کرده و تاکید افزایش مشارکت میان امارت و سکتور خصوصی کرد" این دو محصول جدیدی که از سوی شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی منظور گریده است شامل مضاربت یا تمویل ایده سرمایه گذاری و مشارکت شریک سازی سرمایه می‌شود که از این طریق می‌خواهیم کاروبار کوچک دهاقین، مالدارن و متشبثین سکتور خصوصی کشور را با درنظر داشت زنجیره ارزش زراعتی و مالداری کشور حمایت و رشد بدهیم".
در عین حال در این برنامه مولوی عبدالولی عادل معین مالی و اداری شرکت انکشاف ملی نیز پیرامون تطبیق پروژهای بیشتری انکشافی در کشور سخن زده و از تلاش‌های امارت اسلامی جهت تطبیق پروژهای زیربنایی در کشور سخن زد.
به گفته مسوولان صندوق وجهی انکشاف زراعتی دهاقین، مالدارن، تجار و متشبثین سکتور خصوصی می توانند با استفاده  از این محصولات تمویل مالی اسلامی (مشارکت و مضاربت) کاروبار خود را گسترش دهند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند کې د خرما بڼونو دودولو په پار هڅې 

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې وروستیو کې هڅې روانې دي، چې په دې ولایت کې د ارزښت لرونکو اصلاح شويو نیالګيو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۳۵
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې په دوامداره توګه د څارویو حلالولو ځایونه څارل کېږي

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د کاپیسا دکرنې رييس مولوي محمدرحیم نعماني په مشرۍ ددې ولایت دکرنې ریاست کې. . .

بازگشت