ننګرهار کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې د کړنو اروزنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۳۵
ننګرهار کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې د کړنو اروزنه وشوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز او د احصایي او ارقامو د تنظیم امر قاري سیلاب ذکریا د اسلامیک ریلیف مؤسسې شپږ میاشتنۍ کړني او فعالیتونو وارزول.
د احصایي او ارقامو د تنظیم امر قاري سیلاب ذکریا وویل اسلامیک ریلیف مؤسسه د ننګرهار په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې ۱۴۰۰ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کړېده؛ چې په هرې ولسوالۍ کې ۷۰۰ بزګران انتخاب شوي وو او د غنمو د کښت څخه تر حاصل ټولولو پوري روزنه هم ورکړل شوې ده. 
ښاغلي  ذکریا زیاته کړه په دواړو ولسوالیو کې د بزګرانو ۴۸ ګروپونه جوړ شوی چې هر ګروپ ته د تخمونو د کرلو ماشینونه هم ورکړل شوي.
نوموړی وویل د مني کښت اوبزګرانو  پیاوړتیا په موخه ۱۴۰۰ بزګرانو سره ۲۵ کیلو توره او ۵۰ کیلو د سپیني سرې مرسته هم شوې ده.
دغه راز اسلامیک ریلیف مؤسسې د محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه بزګران د مارکیټ او سوداګرو سره لینک کړیدي؛ چې کارونه یي د اصولو او قوانینو سره سم ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت