کامدېش ته د نورستان دکرنې رییس سفر 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۳۰

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیر آقا پیر( حبیب الرحمن) په داسې حال کې، چې د کرنیزو چارو آمر محمد حنیف افغان، د څارویو روغتیا آمر ډاکټر بختیار سعید او د پلان او همغږۍ مدیر عنایت الرحمن صافی یې ملتیا کوله د نورستان ولایت کامدېش ولسوالی ته سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د ځنګلونو خوندیتوب، د بزګرانو د ستونزو حل، د کرنې او مالدارۍ سکټور پراختیا په موخه له قومي مشرانو او چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د روانو پروژو د چارو څارنه هم وکړه.
ددې سفر په ترڅ کې د کامدېش ولسوالی بزګرانو او مالدارانو خپلې ستونزې او ننګونې د نورستان د کرنې رییس ته وړاندې کړل، چې د کرنې رییس دوی ته د هراړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړي.
په همدې حال کې د نورستان دکرنې رییس د کامدېش ولسونو ته د ځنګل د سالمې استفادې طرحه تشریح  او خلکو ته یې د ځنګل وهنې مخنیوي په برخه کې جدي سپارښتنې وکړې.
په ورته مهال د کرنې رییس ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې او غوښتنې به له ولایتی چارواکو، وزارت مشرتابه او همکارو مؤسسو سره د حل په موخه شریکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت