لوګر کې زرګونو مالدارانو سره د سایلیج جوړولو ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۰:۴۱
لوګر کې زرګونو مالدارانو سره د سایلیج جوړولو ماشینونو مرسته وشوه

۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مالدارۍ برخې بډاینې، میکانیزه کولو او د مالدارانو د ملاتړ په موخه ددې ولایت په درېیو ولسوالیو کې پر زرګونو بزګرانو د یوملیون افغانیو په ارزښت د څارویو د خوراکي توکو «سایلج» جوړولو ماشینونه وېشلي دي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو  او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دغه ماشینونه، چې د افغانستان د راتلونکو نسلونو (اف،جي،اې) په همکارۍ چمتو شوي دي ددې ولایت د برکي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو د مالدارانو پر ۴۰ ګروپونو وېشل شوي دي، چې نږدې څلور زره بزګران ترې ګټه پورته کوي.  
د لوګر ولایت دکرنې ریاست چارواکو له برخمن شویو مالدارانو څخه وغوښتل، چې یادو ماشینونو څخه سالمه ګټه واخلي  او د ناوړه اقلیمي شرایطو څخه یې وساتي او داړتیا پرمهال دې دمالدارنو دغوښتنې سره سم د دوی په اختیار کې ورکړي.
«سایلیج» د ژمي په موسم کې د څارویو شنه خوراکي توکي دي، چې مالداران کولای شي د اوړي په موسم کې له شنو وښو «سایلیج» جوړ او د ژمي په موسم کې یې خپلو څارویو ته ورکړي..
د لوګر دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار مالدارانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې، ترڅو د بزګرانو او مالدارانو د عوایدو کچه لوړ او اقتصادي وضعیت یې ورسره ښه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت