ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۲:۱۰
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۸ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس مولوي محمد ولي محسن  سربېره، د  ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، ننګرهار مستوفي، استخباراتو مرستیال او کدستر مسول ګډون کړی وو.
غونډه کې دمسلم یار تخلیه شویو کورونو کرایې، د پچیراګام ولسوالۍ د ښوونځی، چپرهار ولسوالۍ دحاجی زیړګل تېلو پمپ او د درونټي ځوانانو پارک د بریښنا ریاست موضوع په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي پرېکړه وکړه، چې د چپرهار ولسوالۍ د حاجي زیړګل د تیلو پمپ ځمکي او د پچیراګام ولسوالۍ د ښوونځی موضوع ته تخنیکي پلاوی وټاکل شي او موضوعات دي له نږدې وڅېړل شي او د د درونټي ځوانانو پارک موضوع دي قضایایی امارت ته وسپارل شي.
همدارنګه د مسلیمیار تخلیه شوي کورونو لپار د رهنماګانو د اصولو له مخې کرایه وټاکل شوه.
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمنځه تللو مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت