د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ځنګلونو د پرې کولو په مخنیوي ټینګار وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۵۷
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ځنګلونو د پرې کولو په مخنیوي ټینګار وکړ

۱۴ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د نورستان له مرستیال او سرپرست والي مولوي فیصل مختار سره په لیدنه کې وویل، هېڅوک حق نه لري چې ځنګلونه پرې او لرګي قاچاق کړي.
په دې کتنه کې، چې د نورستان د مرستیال والي په دفتر کې جوړه شوې وه، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د نورستان مرستیال والي ته وویل، چې د دوی د سفر موخه په نورستان کې د کرنې، مالدارۍ او ځنګلونو د فعالیتونو ارزونه او څېړنه ده او د نورستان ولایت له سیمه ییزو چارواکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ځنګلونه د افغانستان ملي شتمني وبلله او د هغو د ساتنې غوښتنه يې وکړه. دغه راز د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ټینګار وکړ، چې هیڅوک د ځنګلونو د پرېکولو حق نه لري.نوموړي د نورستان له مرستيال والي څخه وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې دې د شنې قطعې یا د ځنګلونو د ساتې او د کرنې وزارت له کارکوونکو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د نورستان مرستیال والي د کرنې وزارت له راغلي پلاوي سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق او د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

تاکید معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت بر ممنوع بودن قطع جنگلات 
۱۴ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در دیدار با مولوی فیصل مختار معاون و سرپرست والی نورستان گفت که هیچ کس حق قطع جنگلات و قاچاق چوب ندارد. 
این دیدار که در دفتر والی نورستان صورت گرفت معین آبیاری و منابع به معاون والی نورستان هدف سفرش ارزیابی و بررسی فعالیت‌های زراعت و مالداری و جنگلات نورستان عنوان کرده و خواستار همکاری مسوولان محلی ولایت نورستان شد.
معین آبیاری و منابع طبیعی جنگلات را  سرمایه‌های ملی افغانستان دانسته  و خواستار حفاظت از آن شد. همچنان معین آبیاری و منابع طبیعی تاکید کرد که هیچ کس حق قطع جنگلات را  ندارد وی از  از معاون والی نورستان خواست که با قطعه سبز یا قطعه محافظت از جنگلات و کارمندان وزارت زراعت در راستای حفاظت و احیای جنگلات همکاری کنند. 
در همین حال معاون والی نورستان وعده همکاری لازم را در جهت تطبیق پروژهای زراعتی و مالداری و همچنان حفظت از جنگلات به هیئت وزارت زراعت سپرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت