ننګرهار کې د طبیعي پیښو زیانمنو بزګرانو او مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستي ترسره کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۰:۲۴
ننګرهار کې د طبیعي پیښو زیانمنو بزګرانو او مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستي ترسره کېږي

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کرنې ریاست تر چتر لاندې همکارو مؤسسو سره د وروستیو طبیعي پیښو زیانمن شوي بزګرانو او مالدارانو لاسنیوي او کارونو ښه والې په موخه ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د مؤسسو چارواکو څخه په ولسوالیو کې د طبیعي پیښو زیانمنو بزګرانو او مالدارانو سره د مرستو غوښتنه وکړه .
د کرنې رییس د مؤسسو چارواکو ته د عصري او میکانیزه کرنې په موخه پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، بڼوالۍ ترسره کولو، بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه جوړول، روڼتیا، کتاري کرنې او عامه پوهاوی په برخو کې د همکاریو سپارښتنې وکړې. 
په همدې حال کې د مؤسسو استازو خپلې ستونزې، ترسره کړو، روانو فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو د کرنې رییس سره خپل نظرونه شریک کړل.
دغه راز یو شمېر مؤسسو د طبیعي پیښو زیانمنو بزګرانو او مالدارانو سره د اصلا ح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، بڼوالۍ ترسره کولو، کار په بدل کې نغدې پیسو ورکړې، کانالونو جوړولو، حیواني خوراکې او څارویو واکسینونو برخو کې د مرستو کولو ژمنې وکړې.
دغه راز په مومندرې ولسوالۍ کې ۱۸۰ زیانمنو بزګرانو ته د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو اخیستلو په موخه هر بزګر ته ۳۰۰ ډالره نغدې پیسي هم ورکول کېږي. 
همدارنګه ننګرهار کرنې ریاست د طبیعي پیښو د زیانونو د ارقامو شریکولو او هالینډ کمیټي د پریزنټیشن په بڼه خپلي کړنې، لاسته راوړنې، ستونزي او راتلونکي فعالیتونه شریک کړل .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت