د پکتیا دکرنې رییس د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۱
د پکتیا دکرنې رییس د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو سره وکتل

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې، چې ددې ریاست یوشمېر نورو چاروکو هم شتون درلود د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوول ښاغلی ټاریا واټرډال او د نوموړي دفتر ولایتيی مسوول رحمت خان سره په وکتل، چې په ترڅ کې یې یادو چارواکو د خپلو تېرو پروژو په اړه راپورونه شریک کړل، او د ۲۰۲۴ کال پروژو په اړه یې راتلونکي پلانونه شريک کړل  او زیاته یې کړه چې په نږدی راتلونکې کې به د کرنې په برخه کې یو شمیر پروژې په پکتیا ولایت کې پلي کړی.
ښاغلي هاشمي له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د اغیزمن تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، له دوی څخه یې وغوښتل چې په پکتیا ولایت کې د پروسس مرکزونو، سړو خونو، د ځنګلاتو د احیا د برخې، د معیاری شنو خونو جوړونه، د مالدارانو د ملاتړ او امراضو مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو تغذیې په برخه کې پروژې پلي کړي او ټینګار یې وکړ چې خپل فعالیتونه  د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت