لوګر کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
لوګر کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت محمدآغې او څرخ ولسوالیو پر۲۰۰ تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي.
د لوګر دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید د یادې مرستندویه مؤسسې له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته یی په خطاب زیاته کړه کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.
باید وویل شي، چې د دې پروسې په لړ کې هر مالدار د څاریو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوی دی.
په لوګر کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوۍ، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.
هیره دی نوی یادی مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې له دې وړاندې د لوګر  مرکزپل اعلم او ځینو ولسوالیو کې مالدارانو ته دغه شان مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو کورنیو ته وزې او لبني توکي ووېشل شول

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۳
Background image

د کندهار په دوو ولسوالیو کې د یوې چکډېم د جوړېدو او د بل د بیا رغونې چارې پیل شوې

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار د خاکریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د انګورو بڼوالو ته بڼوالۍ توکي ووېشل شول او د چرګوړو ایستلو فابریکه فعاله شوه

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، په سنګین ولسوالی کې د همکارې موسسې په ملاتړ بڼوالۍ توکي ووېشل شول او همدارنګه د. . .

بازگشت