د سروبي ولسوالی د اوزبین کاریز او لوی کانال د اوبو مدیریت په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۴
د سروبي ولسوالی د اوزبین کاریز او لوی کانال د اوبو مدیریت په پار هڅې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ددې ولایت د سروبي ولسوالی د اوزبین کاریز او لوی کانال د اوبو مدیریت او د اوبو د منظم وېش په موخه له یاد کاریز او کانال څخه لیدنه وکړه.
د کابل دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې لیدنې په ترڅ کې یاد کاریز، چې ددې کلي نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او ورسره د یاد کاریز لوی کانال او فرعي کانالونه ثبت او راجتسر او کروندګرو ته د منظم اوبولګولو په پار سپارښتنې وشوې، ترڅو د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي.
د کابل دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د اوبو رسونې د اوسني سیستم ښه والی، د نویو زېربناوو او سرچينو جوړونه د اوبو د مدیریت په برخ کې اغېزمن دي او د اوبو د یو پرمختللي سیستم په درلودلو سره به د زياتو اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي او د اوبو د عادلانه وېش په برخه کې به دغه چاره مرستندويه تمامه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت