میدان وردګو کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۵۷
میدان وردګو کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول 

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د کرنې وزارت او میدان وردګو ولایت مقام سره په بشپړه همغږۍ ددې ولایت د بهسودو اولې حصې، دایمیرداد او مرکز بهسود کې د ایله رنګ او اورشي طبي بوټي څخه په مسلکي ډول د ګټې اخستنې قراردادونه لاسلیک شول.
د قراردادونو یاد مراحل چې د داوطلبۍ په توګه ترسره شول په کې د میدان وردګو دکرنې ریاست ترڅنګ د اړوندو ادارو چارواکو هم حضور درلود.
د د ایله رنګ اورشي طبي بوټی، چې د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی لپاره په طبابت کې کارول کېږي په خپل سري توګه په غرنیو سیمو کې په موسمي ډول راشنه کېږي، چې مخکې به له دغو بوټو څخه په غیر فني  ډول د اشخاصو او افرادو لخوا ګټه اخیستل کېدل.
دا مهال ددغو طبي بوټو څخه د استفادې کولو په منظور د کرنې وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ولایت مقام په همکارۍ ګټه اخیستل کېږي، چې د قراداد پیسې به یې په اصولي ډول د اسلامي امارت د وارداتو حساب ته جمعه کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت