هسکې مېنې او روداتو ولسوالیو ته د ننګرهار دکرنې رییس سفر 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۱:۳۰
هسکې مېنې او روداتو ولسوالیو ته د ننګرهار دکرنې رییس سفر 

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو د ستونزو د حل او کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا په موخه هسکي مېني او روداتو ولسوالیو ته سفر وکړ. 
د ننګرهار دکرنې رییس ددې سفر په ترڅ کې د هسکي مېنې او روداتو  ولسوالیو مرستیالانو او ترویج مدیرانو سره ناسته وکړه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د ستونزو دحل په اړه خبرې وکړې.
د یادو ولسوالیو مرستیالانو په دې ناسته کې د ترویج مدیریتونو دفتري وسایلو، ظرفیت لوړونې پروګرامونو،انساني او حیواني ګډو ناروغیو مخنیوی په برخه کې عامه پوهاوی، بزګرانو سیمه ییزو ښوونځیو جوړولو ګودامونو، روغنیاتو، ځنګلونو د پرېکولو مخنیوي، بڼوالۍ، اصلاح شويو تخمونو، مالدارۍ واکسینونو، حیواني خوراکي توکو او نورو اړونده برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړل. 
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل چې د هسکي مېنې او روداتو ولسوالیو ځمکي د کرنې او بڼوالۍ لپاره ښه مناسبه ده، او ژمنه یې وکړه، چې د کرنې ریاست او همکارو موسساتو له لارې به مؤثرې پروژې پلي کړي.
ښاغلي محسن همدارنګه د عشر او زکات مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو کارونو کې روڼتیا او دیانت ولري او د ا.ا.ا کړنلارې مطابق عمل وکړي. د ننګرهار د کرنې ریاست هر کال په زرګونه بزګرانو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې او همکارۍ کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت