د بدیل معیشت د پنځه کلنې طرحې وروستي کولو په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۵۳
د بدیل معیشت د پنځه کلنې طرحې وروستي کولو په پار هڅې

۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د بدیل معیشت د پنځه کلنې طرحې د وروستي کولو د کمیټې غونډه د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د انستیتوت لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه په مشرۍ دکرنې وزارت د یو شمیر رییسانو، سلاکارانو او کارپوهانو په شتون کې دائره شوه.
دغه غونډه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاء الله عمري په لارښوونه د بدیل معیشت په پنځه کلنه طرحه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیالۍ د اداري کمیسیون د نظریاتو د شاملولو په موخه جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې حاضرو کسانو د یادې طرحې د لا ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.
د بدیل معیشت د پنځه کلنې اسټراټیژۍ طرحه د کرنې وزارت له خوا د عالیقدر امیرالمؤمین حفظ الله د فرمان پراساس د کوکنارو د کښت د بندېدو په موخه د بدیل معیشت او د کوکنارو او مخدره توکو تولیدوونکو بوټو پرځای بزګرانو ته د ارزښک لرونکو بوټو د پېژندنې په موخه چمتو شوی دی، چې د بزګرانو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په پار دکرنې، مالدارۍ،اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې د بدیل معیشت پروژې او مشروع او متنوع محصولاتو کښت ته د بزګرانو هڅول په کې شامل دي.
دا غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام سلاکار حشمت الله شهراني په دفتر کې دائره شوې وه.


تلاش‌ها جهت نهایی سازی طرح پنج ساله معیشت بدیل
۲۱ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه کمیته نهایی سازی طرح پنج ساله معیشت بدیل به رهبری مولوی نصرت الله طلحه رییس عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی وزارت زراعت با حضور شماری از روئسا، مشاورین و متخصصین وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه  مطابق به هدایت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور شامل سازی نظریات کمیسون اداری معاونیت اداری ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان در طرح پنج ساله معیشت بدیل برگزار شده بود که در جریان آن حاضرین نظریات شان را جهت بهبود طرح متذکره بیان نمودند.
طرح پنچ ساله معیشت بدیل به اساس فرمان عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی در مورد ممنوعیت کشت کوکنار به منظور ارایه معیشت بدیل و معرفی جاگزین‌های کشت کوکنار و نباتات مولد مواد مخدر برای دهاقین از سوی وزارت زراعت ترتیب شده است که شامل تطبیق پروژه‌‌های معیشت بدیل برای تقویت و همکاری اقتصادی دهاقین و تشویق به کشت محصولات مشروع و متنوع می‌باشد که شامل فعالیت‌ها در بخش زراعت، مالداری، منابع طبیعی و آبیاری می‌باشد.
طرح متذکره پس از آنکه به کمیسون اداری معاونیت اداری ریاست الوزرا پیشکش شد، کمیسون متذکره نظریات مشخصی را جهت اصلاح و بهبود آن ذکر کردند که بر همان اساس مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کمیته‌ مشخصی را جهت اصلاح و نهایی سازی آن وظیفه سپرد تا آن را نهایی سازند.
این جلسه در دفتر حشمت الله شهرانی مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

کندز کې د بدیل معیشت پروژو ارزونه او د خوړو خوندیتوب نوې پروژې د تطبیق لپاره همغږي وشوه

۱۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد، د خپل کارپه دفتر کې د اقتصاد وزارت له پلاوي او همدارنګه د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا ونو د تکثیر او کرنې له لارې د شنو سرچینو پیاوړتیا ته نوی ګام 

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، صنعت، ځنګلاتي ونو، بوټو او شنو سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپل درېیم فارم په قوریه کې د پالونیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

د بغلان دو ولسوالیو کې پر ۱۹۰۰ بزګرانو د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، دملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د وطن مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت