۳۰ د څارویو مصنوعي القاح تکنیشنان تر روزنې وروسته د مالدارۍ کېټونه ترلاسه کړل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۴۹
۳۰ د څارویو مصنوعي القاح تکنیشنان تر روزنې وروسته د مالدارۍ کېټونه ترلاسه کړل

 د هېواد د ۱۴ ولایتونو هغه ۳۰ تنه د څارویو مصنوعي القاح تکنیشنان، چې ورته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست له خوا د هالنډ کمیټې په همکارۍ د څارویو د مصنوعي القاح په برخه کې د دوو اوونیو لپاره روزنیز پرګرام په لاره اچول شوې وه فارغ او د مالدارۍ کڅوړې یې  چی ۲۵ قلم وسایل پکی شامل وو ترلاسه کړل.
دغه وټرنران د دوو اونیو لپاره روزل شوي او د فراغت سند تر لاسه کولو پر مهال ورته د مالدارۍ د خدمتونو کڅوړې هم ووېشل شول، څو ولایتونو ته ولاړ شي او مالدارانو ته خدمات وړاندې کړي.
ددغو وټرنرانو د فراغت په مراسمو کې دکرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر، د مالدارۍ د خدمتونو رییس ډاکټر محمد ایوب احدي، د کرنې وزارت دمقام د مالدارۍ سلاکار محمد ولي وزیري، د هالنډ کمیټې رییس ډاکټر فریدون قیومې، د مسلکي مرستیالۍ سلاکارانو او د هالنډ کمېټې یوشمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس د مالدارۍ د سکتور او دیادو وټرنرانو د فراغت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په پوره ایماندارۍ مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړئ ترڅو خلکو ته باکیفیته او سالم محصولات چمتو شي.
ښاغلي ذاکر زیاته کړه: «یوه سالمه ټولنه سالمو څارو او د څارویو  باکیفیته محصولاتو په درلودلو پورې تړلې ده، که صحي محصولات له څارویو څخه ترلاسه نه شي او په سمه توګه یې پالنه اوساتنه ونه شي، نو خلک به د څارویو له ناروغیو څخه خوندي نه وي، پرتاسو ملي بودیجه لګول شوې ده، مالداران چوپړتیاوو ته اړتیا لري او تاسو باید د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړئ.» 
د هالند د کميټې مشر ډاکټر فريدون قيومي د دغه ښوونيز پروګرام د دائرولو موخه د مالدارنو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو په موخه دوی ته چوپړتیاوې واندې کول وبلله او  ويې ويل: «دغه کسان ددې لپاره روزل شوي دي، ترڅو دکابل، کونړ، بغلان، پروان، بلخ، کندز، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار، بادغیس، میدان وردک او خوست ولایتونو کې د څارویو نسل اصلاح، واکسین، د څارویو روزنې، تغذیه، د ناروغیو تشخیص او د څارویو درملنې په برخه کې کار وکړي.»
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د مالدارۍ او کرنې د سکټور د ودې لپاره پنځه کلنه ستراتيژي جوړه کړې ده، چې ددې طرحې لویه برخه د څارویو د نسل اصلاح کول دي، ترڅو ورسره د مالدارانو محصولات ډېر شي.

۳۰ تن از تکنیشن‌های القاح مصنوعی حیوانات پس از سپری کردن برنامه آموزشی کیت‌های مالداری دریافت کردند
 ۳۰ تن از تکنیشن‌های القاح مصنوعی حیوانات از ۱۴ ولایت کشور که برنامه آموزش‌های القاح مصنوعی حیوانات را  که به مدت دو هفته‌ که از سوی ریاست عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت در همکاری کمیته هالند راه‌اندازی شده بود فرا گرفتند فارغ شدند.
این تکنیشن‌ها  برای دو هفته آموزش دیدن و همزمان با دریافت سند فراغت کیت‌های خدمات مالداری را که شامل ۲۵ قلم وسایل می شود  نیز برای شان توزیع شد تا به ولایت‌ها رفته و برای مالداران عرضه خدمت نمایند.
در محفل فراغت این افراد مفتی ذاکر‌الله ‌ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، داکتر محمد ایوب احدی رئیس خدمات مالداری، محمدولی‌ وزیری مشاور مالداری مقام وزارت زراعت، داکتر فریدون قیومی رئیس کمیته هالند، مشاوران معینیت مسلکی و کارمندان کمیته هالند حضور داشتند.
در این محفل رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت در مورد اهمیت سکتور مالداری و اشخاص فارغ شده سخنرانی نموده تاکید کرد که با صداقت کامل به مالداران خدمت نمایند تا محصول با کیفیت و صحی به مردم تهیه گردد.
آقای ذاکر افزود:" جامعه سالم و صحتمند بستگی به داشتن حیوانات صحتمند و محصول باکیفیت می‌باشد، در صورت ای‌که محصول صحی از حیوانات بدست نیاید و درست پرورش و مراقبت نشوند، مردم نیز از امراض حیوانات مصوون نخواهند ماند، کمیته بالای شما از بودجه ملت مصرف کرده است تا به  مالداران خدمت نماید و  شما باید به نیازمندی‌های مردم رسیدگی نمائید".
داکتر فریدون قیومی رئیس کمیته هالند هدف از راه اندازی این برنامه آموزشی را  خدمت به مالداران جهت آوردن تغییر مثبت در زندگی شان عنوان نموده گفت:" این افراد آموزش دیده اند تا در ولایت‌های کابل، کنر، لوگر، بغلان، پروان، بلخ، کندز، پکتیکا، پکتیا، ننگرهار، بادغیس، میدان وردک و خوست فعالیت نموده و به مالداران در قسمت اصلاح نسل، واکسین، پرورش، تغذیه، تشخیص امراض و تداوی حیوانات فعالیت نمایند".
قابل ذکر است که  وزارت زراعت استراتیژی پنج ساله را برای انکشاف صنعت مالداری و زراعت تهیه نموده؛ که بخش بزرگی از این استراتیژی مربوط تغییر اصلاح نسل حیوانات می‌باشد تا محصولات مالداران افزایش یابد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل د پراختیايي پلانونو په‌پار د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو او ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د شپږو ښارګوټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

بازگشت