هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د لابراتواري ازموینو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۳:۶
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د لابراتواري ازموینو چارې پیل شوې

۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لویدیځ زون د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت له خوا د غنمو د تخمونو د لابراتواري تجزیې چارې پیل شوي دي.
په همدې موخه داصلاح شویو تخمونو خصوصي  شرکتونو لکه بست، قدرت سمیع، هلمنداتحاد، حبیب هلمند، هلمندمثمراو هلمند دولتي تصدۍ څخه چی ٨١٢.٤٥ متریک ټنه پروسس شوي تصدیقي غنم یې تر دې مهاله پروسس او تولید کړي دي او دغه غنم په ٨١ کتارونو کې ځای پرځای شوی دي، د یادو تخمونو څخه نږدې  ٨١ نمونې د لابراتواري تجزیې او ازموینو  په موخه واخستل شوې.
دغه غنم به د لابراتوار په ذریعه وارزول شي، چې د تجزیې څخه وروسته به یې د یوه سالم تخم په توګه د رد او یا تائید په برخه کې لازم تصمیم ونیول شي.
دمثبتو پایلو له ترلاسه کولو وروسته به صحیح او سالمو تخمونو ته تصدیق ورکړل شي او غیر سالم تخمونه به رد کړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت