لغمان کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکز جوړ شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۸
لغمان کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکز جوړ شو

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دعلینګار په ولسوالۍ کې د شېدو ټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د شېدو ټولولو یاد مرکز دهالینډ کمیټې په مالي همکارۍ علینګار ولسوالی اړوند مسکین آباد سیمه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او دغه مرکز ته د شېدو راټولولو لوښي، دیخچال ماشین د وزن کولو تله او یو شمېر نور اړینو وسایلو مرسته وشوه.
محمد وویل، چې د یادو مرکزونو جوړولو څخه یې موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، حیواني محصولاتو ته بازار موندنه، کاري فرصتونو برابرول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت