د سمنګان ولایت له یو شمېر مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۸:۳۸
د سمنګان ولایت له یو شمېر مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د کرنې وزیر لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له یو شمېر ځوانانو، مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې د سمنګان ولايت اوسېدونکو د پستې د ونو د ساتونکو د زياتوالي، د خورم او سارباغ ولسوالی د کلۍ بند د جوړولو او د اوبو لګولو د کانالونو د جوړولو په اړه خپل وړانديزونه د کرنې وزير ته وړاندې کړل او د هغو د عملي کېدو غوښتنه يې وکړه.
په همدې حال کې د کرنې وزیر د وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، سږ کال د ځنګلونو د ساتنې لپاره ۱۲۰۰ نوي کسان منظور شوي دي او ګمارل کېږي، چې یو له هغو ولایتونو څخه به سمنګان وي، چې د ځنګلونو د ساتونکو شمېر به پکې زیات شي. 
د کرنې وزیر دغه راز وويل، چې دوى د یاد بند د جوړولو هڅې کوي او د کلۍ بند جوړولو په اړه څو ځلې په کابينه کې خبرې شوې دي او دوى يې د جوړولو په لټه کې دي.
په دې کتنه کې د سمنګانو والي، امنيه قوماندان او سيمه ييزو رييسانو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت يو شمېر رییسانو او متخصصينو هم حضور درلود.

دیدار وزیر زراعت با  شماری از بزرگان، متنفذین و جوانان ولایت سمنگان
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت سمنگان با تعدادی از جوانان، بزرگان و متنفذین ولسوالی های مختلف آن ولایت دیدار  کرد.
در این دیدار باشنده‌گان سمنگان در مورد افزایش محافظان درختان پسته، اعمار بند کلی ولسوالی خورم و سارباع و اعمار کانال‌های آبیاری پیشنهادات شان را به وزیر زراعت بیان کرده و خواستار عملی سازی آن شدند.
 در همین حال وزیر زراعت پس از استماع پیشنهادات در مورد گفت که امسال برای حفاظت از جنگلات 1200 نفر تازه منظور شده تا استخدام گرددد و یکی از  آن ولایت‌ها سمنگان خواهد بود که در آن محافظین جنگلا افزایش خواهد یافت، همچنان وزیر زراعت در مورد اعمار کانال‌های آبیاری گفت تلاش می نمایند تا این بند ساخته شود  و در مورد بند کلی نیز  تا حالا در کابینه چند بار بحث شده و آن را تعقیب می‌کنند تا اعمار گردد.
در جریان این دیدار والی، قوماندان امنیه و روسای محلی ولایت سمنگان و شماری از روئسای و متخصصان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت