د کرنې وزیر د جوزجان له والي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۴:۳۵
د کرنې وزیر د جوزجان له والي سره وکتل

۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي قاري ګلحیدر شفیق سره وکتل.
په دې کتنه کې په جوزجان ولایت کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق، د طبیعي زېرمو د ساتنې او د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
ددې کتنې په ترڅ کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه د کرنې وزارت پلانونه بیان کړل او په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پروژو د پلي کولو او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل  په برخه کې د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
په همدې حال کې د جوزجان والي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت هڅې وستایلې او په جوزجان ولایت کې یې د کرنې وزارت له مسوولینو سره د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو او متخصصینو او د جوزجان ولایت د سیمه ییزو ادارو مسوولینو هم حضور درلود.


وزیر زراعت با والی ولایت جوزجان دیدار کرد 
۴ سرطان ۱۴۰۳  هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش در جریان سفر به ولایت جوزجان با قاری گلحیدر شفیق ولایت آن ولایت دیدار کرد.
در این دیدار در رابطه به چگونگی تطبیق پروژه‌های زراعتی و مالداری، حفاظت از منابع طبیعی و جلوگیری و استرداد زمین های غصب شده در ولایت جوزجان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار برنامه‌های وزارت زراعت را جهت رشد و انکشاف دهی زراعت و مالداری در کشور بیان کرده و خواستار همکاری مسوولان محلی ولایت جوزجان در راستای تطبیق پروژه‌‌های زراعتی و مالداری و حل مشکلات دهقان و مالدارن در آن ولایت شد.
در همین حال والی جوزجان از تلاش‌های وزارت زراعت در سکتور زراعت و مالداری استقبال کرده و اطمینان همکاری لازم را با مسوولان وزارت زراعت در ولایت جوزجان سپرد.
در این دیدار شماری از روئسا و متخصصین وزارت زراعت و مسوولان ادارات محلی ولایت جوزجان نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

افغانستان ته د ازبېکستان د کرنې د مرستیال وزیر سفر

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر، ابدذکروف جمشید، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۱
Background image

خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلي بوټو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د. . .

بازگشت