د فاریاب ولایت امارتي چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۹:۵۷
د فاریاب ولایت امارتي چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري میمنې ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب له والي مولوي عبدالاحد فضلي، د فاریاب ولایت مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد او د فاریاب ولایت د امارتي ادارو له رییسانو سره ګډه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د کرنې وزیر د اشغالګرو پر وړاندې د امارت بریا د امارت د مجاهدینو زړورتیا، استقامت، اخلاص او تقوا وبلله او له شته فرصت څخه یې په استفادې ټینګار وکړ ترڅو کار ووشي.
د کرنې وزیر وویل،چې د کار لپار زمینه برابره شوې، ستونزې نشته، امنیت ټینګ دی، خلک متحد دي نو اړتیا ده، چې پخوانیو ستونزو ته د پای ټکی کېږدو. هغه وویل، چې د ونو، ځنګلونو، څړځایونو او کرنیزو ځمکو څخه باید ساتنه وشي. خوراکي خوندیتوب او د ځان بسیاینې لپاره کار کول خورا اړین دي، باید کار وکړو ترڅو ځان بسیاینې ته ورسېږو، سالم او کیفیت لرونکي خواړه باید چمتو کړو،  موږ د دوه دورې اشغال په مبارزه کې بریالي شو، اوس موږ د خپلې خاورې واکمن یو او کار ته اړتیا ده، له تاسو غواړم، چې په ټولو سیمو کې د کرنې کارکوونکو سره همکاري وکړئ.
ښاغلي عمري زیاته کړه، «د خوراکي توکو خپلواکي، د سر خپلواکي، د روغتیا خپلواکي، د خوړو خوندیتوب، د اوبو مدیریت او د ځمکې مدیریت هغه اساسي مسایل دي، چې د هرهېواد پرمختګ په همدغو یادو موضوعاتو پورې اړه لري».
په نظام جوړولو کې په پرېکنده هوډ ودرېږئ، عدالت وکړئ، انډولیز چوپړتیاوې وړاندې کړئ، دا خاوره درملنې ته اړتیا لري، دا خاوره ډېر ټپونه لري، د ځمکې د ستونز د حل په پار باید د تصفیې په برخه کې کار وکړو، د امارت رهبرۍ او موږ هوډ لرو چې کار وکړو نو وخت ته اړتیا ده، ترڅو دا هېواد ودان شي.»
ورپسې د فارياب والي او مرستيال والي د کرنيزو فعاليتونو د پلي کولو، مالدارۍ او د غصب د مخنيوي په برخه کې د همکارۍ  په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د فارياب والي په غونډه کې حاضرو رییسانو او قوماندانانو ته لارښوونه وکړه، چې له کروندګرو، مالدارانو او د کرنې له کارکوونکو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې پاتې رانشي او له دوی سره هر اړخیزې همکارۍ او مرستې وکړي.

نشست وزیر‌ زراعت با مسوولان امارتی ولایت فاریاب 
۳ سرطان ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به شهر میمنه نشست مشترک‌ی را با مولوی عبدالاحد فضلی والی فاریاب، مولوی حمیداالله ارشاد معاون ولایت و شماری از روسای ادارات امارتی ولایت فاریاب برگزار کرد.
در این نشست وزیر زراعت پیروزی‌ امارت را در برابر اشغالگران وابسته به رشادت، ایستادگی، اخلاص و تقوای مجاهدین امارت عنوان نمود و تاکید به استفاده از فرصت موجود کرد.
وزیر زراعت گفت " شرایط برای کار مساعد شده، هیچ نوع مشکلی موجود نیست، امنیت تامین است، مردم یک پارچه و متحد می‌باشد، نیاز است که به مشکلات گذشته پایان بخشیده شود، از درختان، جنگلات، علفچر، زمین‌های زراعتی حفاظت شود، امنیت غذایی بسیار مهم است، کار کنیم تا به خودکفایی برسیم مواد غذایی صحی و با کیفیت تهیه کنیم، در مبارزه دو دوره اشغال پیروز‌ شدیم حالا حاکم خاک خود می‌باشیم و‌ نیاز است کار شود از شما می‌خواهیم کارمندان زراعت را در تمام مناطق همکاری کنید".
آقای عمری افزود «استقلال غذایی، استقلال سر، استقلال صحت، امنیت غذایی، مدیریت آب، مدیریت زمین از موضوعات اساس می‌باشد که پیشرفت هر ملک به آن بستگی دارد.
در‌ نظام‌سازی قاطعانه استاد شوید، عدالت کنید، خدمت مساویانه کنید، این  خاک نیاز به درمان دارد، این خاک زیاد زخم خورده و ضرورت است که در بخش تصفیه زمین کار کنیم تا مشکلات اراضی حل گردد، رهبری امارت و ما تصمیم و اراده داریم که کار کنیم پس نیاز به زمان است تا این وطن جور‌ شود».
بعدا والی و معاون والی فاریاب صحبت نموده از تعهد همکاری در راستای تطبیق فعالیت‌های زراعتی، مالداری و جلوگیری از عصب سخن گفتند. 
همچنان والی فاریاب به روسا و قوماندانان حاضر مجلس هدایت داد که در راستای حمایت و همکاری دهقانان، مالداران و کارمندان زراعت کوتاهی نداشته باشند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت