لوګر کې سلګونو اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۳:۵۲
لوګر کې سلګونو اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې نږدې ۱۰۰۰ تنو اړمنو کاریګرو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو وېش لړۍ د لوګر دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوه.
دغه کاریګر د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کانالونو او ویالو پاک کارۍ پروژه کې کار کوي، چې د کار په بدل کې دوی ته نغدې پیسې ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې د سروې له مخې د لوګر په مرکز پُل علم کې ۶ کاناله او برکي برک ولسوالۍ کې ۸ کاناله انتخاب شوي وو چې ۱۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري، پکې د دغو کانالونو د  کېندلو او پاکارۍ په پار ۹۵۳ تنه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې هر کاریګر ته د ۲۲ ورځو کاري موده کې د کار په بدل کې ۷۸۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
ددغو پروژو د پلي کېدو موخه د بزګرانو او بڼوالو د ستونزو حل او اړمنو کاریګرو ته د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت