لوګر کې سلګونو اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه
![لوګر کې سلګونو اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240610-wa0182.jpg)
۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې نږدې ۱۰۰۰ تنو اړمنو کاریګرو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو وېش لړۍ د لوګر دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوه.
دغه کاریګر د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کانالونو او ویالو پاک کارۍ پروژه کې کار کوي، چې د کار په بدل کې دوی ته نغدې پیسې ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې د سروې له مخې د لوګر په مرکز پُل علم کې ۶ کاناله او برکي برک ولسوالۍ کې ۸ کاناله انتخاب شوي وو چې ۱۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري، پکې د دغو کانالونو د کېندلو او پاکارۍ په پار ۹۵۳ تنه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې هر کاریګر ته د ۲۲ ورځو کاري موده کې د کار په بدل کې ۷۸۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
ددغو پروژو د پلي کېدو موخه د بزګرانو او بڼوالو د ستونزو حل او اړمنو کاریګرو ته د کار زمینه برابرول دي.