د لغمان دکرنې رییس د ډاکار مؤسسې ولایتي چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۴۱
د لغمان دکرنې رییس د ډاکار مؤسسې ولایتي چارواکو سره وکتل

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د خپل کار په دفتر کې د ډاکار  مؤسسې د ولایتي د فتر څانګې مسؤلینو، حنیف شیرذاد، روح الامین، ډاکټر شعیب او سمیع الله ساحل  سره د چارو دښې همغږۍ په پار وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې راغلو مسؤلینو دخپلې پېژندنې ترڅنګ وویل، چې دغه مؤسسه د کرنې ریاست سره تر دې مهاله  د کرنې او مالدارۍ په برخو کې مرستې او همکارۍ کړي دي دغه راز دوی خپل راتلونکي پلانونه دچارو دښې همغږۍ په پار دکرنې رییس سره شریک کړل.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یادې مؤسسې مسؤلینوته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د کروندګرو او مالدارانو لاسنیوی کوي  همداراز محمد راغلو مسؤلینو ته د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره د  متوازنو خدماتو د پلي کېدو سپارښتنه وکړه او دوی ته یې د پروګرام په تطبیق کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت