پکتیکا کې پر زرګونو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۳:۴۳
پکتیکا کې پر زرګونو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت پر زرګونو بزګرانو د لوبیا او جوارو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د پکتیکا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې ددې ولایت د یوسف خېل او برمل ولسوالیو پر ۲۲۰۰ بزګرانو د لوبیا او جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پر یوشمېر بزګرانو یاد توکي ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ترویج او په ټوله کې د کورنیو خوړو خوندیتوب او د بزګرانو عوایدو زیاتوالو ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت