د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل
۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سټیفن راډریکز او په افغانستان کې د یادې ادارې له مرستیالې سریا بورکوازا سره وکتل او د اوبو لګولو په برخه کې د پروژو د پلي کولو او بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اوبولګولو په برخه کې د بنسټيزو پروژو د تطبيق او د هېواد بزګرانو لپاره د بديل معيشت د رامنځته کولو په برخه کې د همکاريو د جلبولو په برخه کې د همغږۍ او نږدې همکارۍ پر پياوړتيا خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد د کرنې سکتور د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې د اوبو لګولو د زېربناوو په جوړولو کې له کرنې وزارت سره لا زیاته همکاري وکړي.«زموږ لومړۍ ستونزه د اوبولګولو په برخه کې ده، که ونه شوکولای، چې اوبو په سمه توګه مدیریت کړو، نورې برخې هیڅ هم نه دي، او دا چې تاسو د تاسيساتو په برخه کې کار کوئ او مخکې مو هم د اوبو لګولو د تاسيساتو په جوړولو کې کار کړى دى، نو غوره ده، چې په درېیو برخو کې لکه د بندونو او چکډېمونو په جوړولو سره د موسمي اوبو مدیریت، له سربند څخه تر کروندې د اوبو رسول او په کرونده کې د اوبو د کارونې په برخه کې د هېواد له کروندګرو سره کار وګړئ، ځکه که دا ستونزه حل شي، د کرنې او د بڼوالۍ سکتورونه به هم ورسره وده او پراختیا ومومي.»
د کرنې وزیر د هغو بزګرانو د ذهنیت د بدلون په اړه هم خبرې وکړې چې پخوا یې کوکنار کرل او اوس یې د کوکنارو له کښت څخه بدیل کښت ته مخه کړې او له مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل، چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریکز د کرنې له وزارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه«د اوبو د مدیریت او بدیل معیشت په برخه کې ستاسو له وړاندیزونو سره بشپړ موافق یو او د اوبولګولو په برخه کې، موږ د چاپان هېواد څخه اړین ملاتړ ترلاسه کړی چې موږ په دې برخه کې کار کوو او د بدیل معیشت د رامنځته کولو په برخه کې هم هلې ځلې کوو چې، یوه طرحه چمتو کړو او د نړۍ د ډونرانو پام راجلب کړو.»
دغه راز ښاغلي راډریکز د کرنې په برخه کې د سیبارډ پروژې فعالیتونه چې د یادې ادارې له خوا یې ملاتړ کېږي بیان کړل او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ابادۍ په نوم د یوې بلې پروژې د پیل خبر هم ورکړ. نوموړی همدا راز د کرنې په وزارت کې د ملګري ملتونو د پراختیایي ادارې دفتر لپاره د ځای غوښتنه وکړه، چې د کرنې د وزیر له لوري ورته د دفتر لپاره د ځای د برابرولو ډاډ ورکړل شو.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په نړۍ کې د هېوادونو د پرمختګ لپاره د مرستې ترټولو لویه سرچینه ده.
دیدار وزیر زراعت با رئیس برنامه انکشافی ملل متحد
۱۳ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با ستیفن رادریکز رئیس برنامه انکشافی ملل متحد و ثرایو بوزوروکوا معاون برنامه متذکره در افغانستان دیدار و پیرامون تطبیق پروژه ها در بخش آبیاری و معیشت بدیل برای دهقان گفتگو کرد.
در این دیدار دو جانب پیرامون تقویت هماهنگی و انجام همکاری نزدیک در تطبیق پروژههای زیربنایی در بخش آبیاری، جلب همکاریها در بخش ایجاد معیشت بدیل برای دهاقین کشور کفتگو نمودند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار پیرامون نیازهای سکتور زراعت کشور صحبت کرده و از مسوولان برنامه انکشافی ملل متحد خواست که بیشتر در بخش ساختساز زیربناهای آبیاری با وزارت زراعت همکاری نمایند" اولین مشکل ما در بخش آبیاری است و هرگاه آب را درست مدیریت نتوانیم دیگر بخشها هیچ است و اینکه شما در بخش تاسیسات کار مینماید و قبلا نیز در ساخت ساز تاسیسات آبیاری کار کرده اید پس بهتر است که در سه بخش مدیریت آبهای موسومی با ساخت ساز بندهها و چکدمها، رساندن آب از سربند الی مزرع و چگونگی استفاده آن در مذرعه با دهاقین کشور کار نمایید چون اگر این مشکل حل گردد بخشهای زراعت و باغداری نیز خود رونق و رشد مییابد".
وزیر زراعت همچنان از تغییر ذهنیت دهاقین که قبلا کوکنار کشت میکردند و حالا از کشت کوکنار رو به کشت بدیل آورده اند سخنزده و از سازمانهای مددرسان خواست که در بخش ایجاد معیشت بدیل برای دهقانان همکاری نمایند.
در همین حال ستیفن رادریکز رئیس برنامه انکشافی ملل متحد اطمینان همکاری با وزارت زارعت را سپرده افزود" با پیشنهادهای شما در بخش مدیریت آب و معیشت بدیل کاملا موافق هستیم و در عرصه آبیاری ما حمایت لازم را از کشور چاپان بدست آورده ایم که ما در آن بخش کار مینماییم و در بخش ایجاد معیشت بدیل نیز تلاش مینماییم که طرحی را تهیه کرده و توجه دونرهای جهانی را جلب نمایم".
همچنان آقای رادریکز فعالیتهای پروژه سیبارد را که از سوی سازمان متذکره حمایت میشود را در بخش زراعت بیان کرده و از آغاز یک پروژه دیگر تحت نام آبادی در سکتور زراعت و مالداری خبر داد وی همچنان خواستار مکان برای دفاتر سازمان عمران و ملل متحد در داخل وزارت زراعت شد که از سوی وزیر زراعت اطمینان لازم جهت فراهم سازی مکان برای دفاتر برایشان داده شد.
برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد بزرگترین مرجع کمککننده برای توسعهٔ کشورها در سطح جهان است.