د کندهار کرنې ریاست او خصوصي سکتورو ترمنځ دهمغږۍ ناسته ترسره شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۸:۴۱

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د خصوصي سکټور له استازو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر الحاج شمس الرحمن موسي په مشرۍ ترسره شوه په کې دکندهار دکرنې ریاست چارواکو او د یوشمېرمؤسسو استازي ګډون درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د کندهار دکرنیزو چارو آمر الحاج شمس الرحمن موسی، د مؤسسو استازو څخه مننه وکړه، چې خپلې چارې د کرنې ریاست په همغږۍ ترسره او دکرنې ریاست سره تل همکار پاتې شوي دي.
د کندهار دکرنیزو چارو آمر د مؤسسو له استازو وغوښتل، چې د کندهار ولایت کرنې او مالدارۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او پراختیایي پروژې په لوړو معیار سره پلي کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د کندهار د کرنې ریاست یوشمېر نورو چارواکو هم خبرې وکړې او خپل پراختیایي پلانونه یې د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې په پای کې د همکارو مؤسسو چارواکو د خپلو خبرو په ترڅ کې د کندهار دکرنې ریاست سره د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت