ټیکا د ننګرهارڅېړنیز فارم سره د اصلاح شوي تخمونو په برخه کې مرسته وکړه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۱:۴۶
ټیکا د ننګرهارڅېړنیز فارم سره د اصلاح شوي تخمونو په برخه کې مرسته وکړه 

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره «ټیکا» د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنیز فارم سره په ترکیې کې تجروبه شوي اصلاح شوي تخمونو مرسته وکړه.
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې د کرنیزو پروژو مسؤل غالب یلماز وویل؛ «موږ د افغانستان له بېلابېلو فارمونو سره د تېلي نباتاتو او غلو دانو د اصلاح شوي تخمونو او تخنیکي برخو کې مرستې کوو».
هغه زیاته کړه: «د ننګرهار څېړنیز فارم کې مو دوه ډوله شولې، ۱۰ ډوله لمرګلي، یو نوع ممپلي او دوه ډوله د جوار اصلاح شوي تخمونو مرسته وکړه، ترڅو په څېړنیز فارم کې وکرل شي او دلته یې توافق ولیدل شي او بیا بزګرانو ته ترویج شي.»
ښاغلي یلماز وویل یاد تخمونه د ترکیې د متخصصینو له لورې تجروبه شوي، چې پر حاصله او کمو اوبو ته اړتیا لري.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د تېلی نباتاتو د ترویج موخه په کور دننه کارخونو ته د خامو موادو برابرول او د کوکنارو بدیل کښت ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت