پکتیا کې د مالدارۍ ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۵۷
پکتیا کې د مالدارۍ ورځ ونمانځل شوه

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د سیمه ییزو ادارو د استازو په شتون کې د مالدارۍ ورځ د لمانځغونډې مراسم ترسره کړل.
په دغو مراسمو کې د پکتیا ولایت مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین، دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټی ولایتي مسئول سیدکریم باور ترڅنګ ددې ولایت د بېلابېلو ادارو چاروکو او مالدارانو شتون درلود.
د پکتیا ولایت مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین په خپلو خبرو کې ولس ته پر خدمت کولو د ټینګار ترڅنګ له اړونده سکټورونو څخه د لاښو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتیا کرنې رییس مولوی سید امین هاشمي د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې هڅې او کړنې  له دې امله وستایلي، چې د پکتیا بزګرانو او مالدارنو ته په خپله برخه کې با ارزښته خدمات وړاندې کوي.
ښاغلی هاشمي  دغه راز وویل: «موږ هڅه کوو، چې ددې ولایت هرډول محصولات د افغان سوداګرو په مرسته نړۍوالو بازارونو ته ورسوو».
د پکتیا په ولايت کې د مالدارۍ د ورځې په نمانځغونډه کې د شيدو لوښي او نور حيواني محصولات هم نندارې ته وړاندې شول.
پکتیا ولایت د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېری خلک یې کروندګر دي او خپل ژوند د کرنې او څارویو د محصولاتو له لارې پرمخ وړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت