د ننګرهار کانال شرکت کې پر سلګونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
د ننګرهار کانال شرکت کې پر سلګونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږکال د یاد شرکت پر سلګونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې حاصلات یې د نورو کلونو په پرتله ښه او زرګونه ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي.
د ننګرهار کانال شرکت ترڅنګ د هېواد په ټولو ولایتونو کې سږکال د غنمو  کروندې ښه او بزګران ترې خوښ دي.
د افغانستان لويه برخه وګړي په کرنه بوخت دي، هغه سکتور چې د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري.
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اوبو لګولو سيستم ښه کېدل او د نويو او اصلاح شويو تخمونو وېش د دې لامل شوی، چې په دې وروستیو کې د غنمو په ګډون د ځينو کرنيزو توليداتو کچه لوړه شي.
افغانستان چې يو کرنېز هېواد دی، مهم پيداوار يې هم دا غنم دي. وروستی کلونه د غنمو او نورو کرنیزو محوصولاتو زیاتوالي په پار هلې ځلې کېږي، که وچکالي او طبیعي افتونه نه وي، همدا غنم د افغانستان د ډېرو وګړو دسترخوانونه غوړيدلي ساتلي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت