ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د غنمو نمونو اخیستلو په موخه ۵۴ تنو ته روزنه ورکړل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۳۱
ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د غنمو نمونو اخیستلو په موخه ۵۴ تنو ته روزنه ورکړل شوه 

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې د ختیځ زون په کچه د غنمو د نمونې اخیستلو په موخه ۵۴ کسانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ۵۴ تنو ته د غنمو د نمونې یا سمپل اخیستلو په برخه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
ښاغلي محمد  یاده سروې د حاصلاتو د کچې معلومولو، اړتیا، او د غنمو د تولید اټکلیز پلان جوړونې په برخه یو اړین او پرځای ګام وباله.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل وویل، چې د دوی روزونکو له لورې یادو سروي کوونکو ته سیمه او اصلاح شوي تخمونو حاصلاتو پرتله کولو، حقیقي تولید معلومولو، غنمو حاصلاتو  تولید ارزولو، کښت پراختیا، غنمو نمونو اخیستلو، او راتلونکي لپاره د پلان جوړولو په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده.
نوموړي وویل، چې په نږدې ورځو کې به سروې کوونکي په ختیځ زون کې د نمونو اخیستلو په موخه عملي کارونه پیل کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت