ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د غنمو نمونو اخیستلو په موخه ۵۴ تنو ته روزنه ورکړل شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې د ختیځ زون په کچه د غنمو د نمونې اخیستلو په موخه ۵۴ کسانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ۵۴ تنو ته د غنمو د نمونې یا سمپل اخیستلو په برخه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
ښاغلي محمد یاده سروې د حاصلاتو د کچې معلومولو، اړتیا، او د غنمو د تولید اټکلیز پلان جوړونې په برخه یو اړین او پرځای ګام وباله.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل وویل، چې د دوی روزونکو له لورې یادو سروي کوونکو ته سیمه او اصلاح شوي تخمونو حاصلاتو پرتله کولو، حقیقي تولید معلومولو، غنمو حاصلاتو تولید ارزولو، کښت پراختیا، غنمو نمونو اخیستلو، او راتلونکي لپاره د پلان جوړولو په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده.
نوموړي وویل، چې په نږدې ورځو کې به سروې کوونکي په ختیځ زون کې د نمونو اخیستلو په موخه عملي کارونه پیل کړي.