دکرنې او مالدارۍ مرستیال د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۳:۲۲
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو دېرشم پسرلنۍ نندارتون له غرفو څځه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې پر مهال دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو د دکرنې او مالدارۍ مرستیال ملتیا کوله؛ دکرنې وزارت مرستیال ددې لیدنې په ترڅ کې د غرفه لرونکو وړاندیزونه، نظرونو او ستونزې واورېدل او اړوندو چارواکو ته د شته ستونزو د حل په پار لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د نندارتون د چارو د ښه پرمختګ په پار د نندارتون اړوندو چارواکو ته هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د کرنې او مالدارۍ د سکټور د ودې لپاره اغېزمن وبلل او د کابل او د هېواد د نورو ولایتونو له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د کرنې وزارت له خوا په جوړ شوي د کرنیزو محصولاتو په پسرلنۍ نندارتون کې په کډون سره د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان ۱۴۰۳یم کال د غویي له ۱۲مې تر ۱۵مې د څلورو ورځو لپاره د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.

بازدید معین زراعت و مالداری از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی  
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از غرفه‌های سی‌ومین نمایشگاه بهاری محصولات زراعتی وزارت زراعت که در بادام باغ کابل برگزار گردیده بازدید کرد.
در جریان این بازدید که شما ی از روئسای وزارت زراعت معین زراعت و مالداری را همراهی می کردند معین  وزارت زراعت نظریات، پیشنهادات و مشکلات غرفه داران را استماع نموده و هدایات لازم را  جهت بهبود امور نمایشگاه به مسوولان مربوطه سپرده و همچنان جهت بهبود امور نمایشگاه به مسوولان برگزاری نمایشگاه رهنمایی‌های لازم را انجام داد.
معین زراعت و مالداری برگزاری چنین نمایشگاه ها را جهت رشد سکتور زراعت و مالداری کشور موثر دانسته و از باشنده گان کابل و سایر ولایت کشور خواست که جهت حمایت از محصولات داخلی در نمایشگاه بهاری محصولات زراعتی که از سوی وزارت زراعت برگزار شده است اشتراک نمایند.
سی‌ومین نمایشگاه محصولات زراعتی در فصل بهار از ۱۲ الی ۱۵ ثور سال ۱۴۰۳ توسط وزارت زراعت  برگزار گردیده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت