سروبي کې پر یوشمېر کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوه
۸ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د روپاني بنسټ په همکارۍ ددې ولایت د سروبي ولسوالی پر ۸۵۸ کروندګرو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د کابل دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرسته په ترڅ کې پر یادو کروندګرو د کورنیو باغچو«بڼګیو» اړوند شپږ قلمه توکي وېشل شوي دي، چې په کې کلنګ، بیلچې، د اوبوسطل، آبپاش، دستکشې او قرطاسیې شامل دي.
ددې مرستې موخه په دې ولسوالی کې د کورنیو باغچو دودول، د کروندګرو ملاتړ او په ټوله کې دکرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.