ننګرهار کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې؛ د کانال شرکت د کبانو تود بازار 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۴۶
ننګرهار کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې؛ د کانال شرکت د کبانو تود بازار 

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
ننګرهار کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کړي دي او ترڅنګ یې په دې برخه کې خصوصي سکټور ته د پانکونې زمینه هم برابره کړې ده. 
په ننګرهار کې د کب روزنې ترویج او پراختیا په پار د ننګرهار دکانال ریاست د هډې فارم اړوند ثمرخېلو سيمه کې د کبانو روزنې او ساتنې حوضونه جوړ کړي دي، چې په ددغو حوضونو کې څلور ډوله کبان روزل کېږي، چې اوسمهال خرڅلاو ته چمتو شوي دي.
خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په  دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي.
په دغو فارمونو کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ویلو ده، چې ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم ثمرخېلو سیمه کې پخپل لګښت په لسګونه جریبه ځمکه د کبانو روزنې حوضونه جوړ کړي او تمه ده، چې ورسره به د ننګرهارکانال شرکت د عوایدو کچه لوړ شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت