هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
![هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-23_at_12.29.42_cb6eaa03.jpg)
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د هلو ځلو په ترڅ کې د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی له خوا ددې ولایت په ناوې او مارجې ولسوالیو کې د لسګونه جریبه آمارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
باید وویل شي، هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.