کندز کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال په حضور کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شو

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۵۴
کندز کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال په حضور کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شو

د کندز په ولایت کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې  ادارې مشر ریچارډ ټرانچارډ او د یاد ولایت دکرنې رییس مولوی امان الله حسن په حضور کې پرانیستل شو.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او د په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرانچارډ د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د څارنې او د ملخانو پر وړاندې د مجادلې د کمپاین د پیلولو په موخه کندز ولایت ته سفر کړی دی.
د هغه پروګرام په ترڅ کې چې په کندز ولایت کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې د کمپاین د پیل په موخه جوړ شوې وه، د دغه ولایت د کرنې رییس مولوي امان الله حسن د ملخانو له امله د رامنځته شویو زیانونو او سیمو په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو څخه ملخانو سره د مبارزې او کنټرول په برخه کې د تخنیکي او مالي مرستو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د کندز ولایت د کروندګرو او مالدارانو د شته ستونزو حل او اړتیاوې پوره کول د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې لپاره یوه مهمه مسئله وبلله او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د هغو ننګونو او اړتیاوو د حل لپاره چې د کرنې د سکتور د ودې او پرمختګ مخه نیسي، تخنیکي او بودیجې مرستې وکړي.
دغه راز د کرنې او مالدارۍ مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو په هغه غونډه، کې چې په کندز ولایت کې جوړه شوې وه هم ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له همکاریو مننه او قدرداني وکړه او په دغه ولایت کې یې د یادې ادارې د فعالیتونو د پراخولو غوښتنه وکړه. 
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ترانچارډ د بزګرانو، بڼوالو، کارپوهانو، ولایتي او کرنې ریاست د مسوولینو پوښتنې او وړاندیزونه په دقت سره واورېدل او د ټولو پوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو او لیکولو وروسته  د کندز ولایت دکرنې ریاست د چارواکو له همکارۍ څخه په مننې سره ژمنه وکړه، چې په راتلوونکو کلونو کې به دکرنې له رياست سره په همغږۍ په کندز ولايت کې زياتې پروژې پلي کړي.

کمپاین مجادله علیه ملخ با حضور معین زراعت و مالداری در ولایت کندز افتتاح گردید
۳۰ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
کمپاین مجادله علیه ملخ  در ولایت کندز با حضور داشت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ریچارد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان و مولوی امان الله حسن رئیس زراعت آن ولایت افتتاح گردید.
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و ریچارد ترانچارد رئیس  سازمان خوراکه و زراعت افغانستان به منظور مشاهده وضعیت زراعت و مالداری و راه اندازی کمپاین مجادله علیه ملخ  به ولایت کندز سفر کرده اند.
طی برنامه‌ای که به منظور افتتاح کمپاین مجادله علیه ملخ در ولایت کندز برگزار شده بود  مولوی امان الله حسن، رئیس زراعت آن ولایت پیرامون ساحات و خساراتی که در آن به سبب هجوم ملخ ایجاده شده معلومات اراییه کرده و از مسئول عمومی سازمان خوراک و زراعت در افغانستان خواست، تا درقسمت مجادله و کنترول ملخ‌های صحرایی کمک تخنیکی و بودجوی نمایند.
در همین حال مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  رفع مشکلات موجود و نیازمندی‌های دهاقین و مالداران ولایت کندز را یک امر مهم در جهت توسعه و انکشاف سکتور زراعت و مالداری کشور  دانسته و از مسئولان سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد در افغانستان خواست که  کمک تخنیکی و بودجوی جهت رفع چالش‌ها و نیازمندی‌های که مانع رشد و توسعه سکتور زراعت می گردد  را انجام دهند.
همچنان معین زراعت و مالداری و مسوولان سازمان خوراک و زراعت طی جلسه‌‌ ‌ای که در مقام ولایت کندز تدویر یافته بود اشتراک نمودند.
 در این جلسه ملا نثار احمد نصرت، والی کندز از همکاری های سازمان خوراک و زراعت جهان در بخش زراعت و مالداری در این ولایت اظهار سپاس و قدردانی نموده خواستار گسترش فعالیت‌های موسسه متذکره در سطح این ولایت گردیدند؛
ریچارد ترانچار رئیس  سازمان خوراک و زراعت  ملل متحد سوالات و پیشنهادات دهاقین، مالداران، متخصصین، مسئولین ولایت و زراعت را با دقت کامل شنید و بعد از یاداشت همه سوالات و پیشنهادات با سپاسگذاری از همکاری مسوولان ریاست زراعت  ولایت کندز وعده سپرد که در سال‌های آینده پروژه‌های بیشتری را در ولایت کندز دیزاین و در هماهنگی با ریاست زراعت تطبیق خواهند نمود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت