د هلمند ناوه کې زرو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوی ده

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۲۶
د هلمند ناوه کې زرو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوی ده

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د  بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ د ناوې ولسوالی زرو تنو مالدارانو سره د حیواني خوراکې د مرستې تر څنګ د زده کړو لړۍ له وړاندې  پیل شوې وه، چې له دې ډلې څخه ٥٠٠ تنو ته له وړاندې توزیع ترسره او د پاتې کورنیو سره د مرستو لړۍ دوام لري.
ددغو مرستو په لړ کې د یادې  ولسوالی ټوله ١٠٠٠ کورنیو ته د څارویو ٤ - ٤ بوجۍ حیواني خوراکه  او د حیواني ناروغیو مخنیوئی په اړه روزنه ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې  ترسره شوې ده، چې دامهال یې د توزیع چارې روانې دي.
هلمند کې د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت