ننګرهار کې د ۱۵ چک ډېمونو چارې و څارل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۴۸
ننګرهار کې د ۱۵ چک ډېمونو چارې و څارل شوې

۱۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدین مستعین د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د جوړو شویو ۱۵ چک ډېمونو څخه څارنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس په ننګرهار ولایت کې د جوړو شویو چکډېمونو د څارنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، ترڅو په دې ولایت کې د جوړ شویو چک ډېمونو څارنه وکړي.
دغه چک ډېمونه د کرنې وزارت له خوا د اوبو زېرمه کولو، د سیلابونو د کنټرول، د کروندو د تخریب د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.
د دغه سفر په ترڅ کې په بهسودو، ثمرخېلو او بټي کوټ ولسوالیو کې د جوړو شویو چکډېمونوڅخه لیدنه وشوه، چې د دغو چک ډېمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
په دې څارنه کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او تخنیکي انجنیران هم حضور درلود.

نظارت از  ۱۵ چکدم‌  احداث شده در لایت ننگرهار
۱۸  حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی مصباح ‌الدین ‌مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از ۱۵ چکدم‌ی که  در چندین ولسوالی  و لایت ننگرهار احداث شده نظارت نمود.
رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت بر اساس هدایت مولوی عطاء الله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت ننگرهار سفر نمود تا از چکدم‌های ساخته شده در آن ولایت نظارت نماید.
این چکدم‌ها به منظور ذخیره آب، مهار سیلاب‌ها، جلوگیری از تخریب مزارع و آبیاری زمین‌های زراعتی از سوی وزارت زراعت اعمار شده ‌است.
در این سفر از چکدم‌های ساخته در ولسوالی بهسود، ثمرخیل و بتی‌کوت نظارت صورت گرفت کار این چکدم‌ها تکمیل و آماده بهره‌برداری می‌باشد.
در این نظارت مولوی عبدالستار حکیم رئیس زراعت ننگرهار و انجینران تخنیکی نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت