د فراه بالابلوک کې د یو چک ډېم رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۴۰
د فراه بالابلوک کې د یو چک ډېم رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د رفاه اسلامي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د بالابلوک ولسوالی بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د اوبولګولو د یو چک ډېم رغنیزې چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته سپارلی دی.
دفراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد چک ډېم د بالابلوک ولسوالی د سیاه ځنګل په کلي کې جوړه شوې، چې ۷۰ متره اوږدوالی، ۵.۵ متره لوړوالی او د لسګونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. 
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغېز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي، د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په کچه په تولو ولایتونو کې د سلګونو چک ډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت