د لوګر محمدآغه کې سلګونه جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۲۳
د لوګر محمدآغه کې سلګونه جریبه بڼونه جوړېږي

۶ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د خوړو خوندیتوب پروژې له لارې ددې ولایت د محمدآغې په ولسوالی کې د مڼو او بادامو بڼونو جوړولو په پار پر ۵۷۰ بزګرانو د بادامو او مڼو تصدیق شوي نیالګي وېشلي دي.
د لوګر دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروګرام په ترڅ کې پر ۴۴۳ بزګرانو د بادامو ۷۳ زره او ۹۸۱ نیالګي او پر ۱۲۷ بزګرانو د مڼو ۲۱ زره او ۲۰۹ تصدیق شوي نیالګي وېشل شوي دي، چې په ترڅ کې یې ۵۷۰ جریبه د مڼو او بادامو نوي بڼونه جوړېږي.
دغه راز د یادو بڼونو د ښې روزنې په پار پر یادو بزګرانو د کیمیاوي سرو د وېش ترڅنګ دوی ته د بڼوالۍ په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
دغه بڼونه په دې ولسوالی کې د بادامو او مڼو عصري بڼوالۍ دودولو او په ټوله کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا په موخه جوړېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت