د ننګرهار دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې مرستیال سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۲:۴۸
د ننګرهار دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې مرستیال سره وکتل

۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیال فبریزو او د همدې اداري د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي سره دشیشم بڼ څېړنیز فارم پیاوړتیا او د کرنې او مالدارۍ لاپراختیا په موخه ناسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه د مننې ترڅنګ د شیشم بڼ څېړنیز فارم کې روانو کړنو، شته تجروبو، ستونزو، لاسته راوړنو، راتلونکي فعالیتونو او ګڼو نورو برخو کې معلومات وړاندې کړل.
دغه راز ښاغلي محمد په څېړنیز فارم کې د ستونزو حل، امکاناتو برابرولو او په ټوله کې په ننګرهار کې د څاڅکو اوبخور سیستم برابرولو، سړو خونو جوړولو، بازارموندنې، اصلاح شویو تخمونو د څارویو خوراکي توکو او کرنیزو ماشین الاتو برابرولو غوښتنې وکړې.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیال د څېړنیز فارم سربېره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت