د هلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې دغنمو پر ٤٠ ډوله تخمونو څېړنې روانې دي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۳:۴۴
د هلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې دغنمو پر ٤٠ ډوله تخمونو څېړنې روانې دي 

۲۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، بولان څېړنیز فارم کې د غنمو پر ٤٠ ډوله تخمونو څېړنې روانې دي.
د څېړنو دغه چارې دغنمو د ناروغیو د مخنیوی، قوي او لوړ حاصل، د اوبو، خاورې او هوا سره د توافق په برخو کې د مسلکي کارکؤنکو لخوا ترسره کېږي، چې په پایله کې به یې مورني، هستوي او بنیادي تخمونه ورڅخه راټول او بزګرانو ته ور وپېژندل شي. 
د یادو تجاربو له بشپړولو وروسته به په اټکلیز ډول د غنمو  نږدې ١٢٠٠٠ متریک ټنه مورني اصلاح شوي  تخمونه په لاس راشي، چې راتلونکي کې به د کرنې وزارت د کړنلارې له مخې د اصلاح شویو تخمونو تصدیو ته د ترویج او تکثیر په موخه په واک کې ورکړل شي.
نوموړې تصدۍ به وکولای شي، چې دغه تخمونه د کرنې ریاست فني کارمندانو تر نظارت لاندې په خپلو ځمکو کې وکري، چې له مخې به یې د غنمو دغه اصلاح شوي تخمونه زیات شی او بیا به تر زرګونو بزګرو پورې ورسول شي.
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي، چې تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم زیات مقاومت لري.
 د هلمند  ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، تر څو په کرنیزو او څېړنیزو فارمونو کې د بېلابېلو نباتاتو د تخمونو د اصلاح ترڅنګ د مېوه لرونکو ونو نیالګیو په اصلاح او تکثیر هم کار وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت