د کرنې پرمختایې صندوق (ADF)

mail-admin

پیژندنه:

د کرني پرمختایې صندوق  یا (ADF) یو خپلواکه دولتي مالي اداره ده، چې اساسي موخه یي د کرني سکتورته د پورونو برابرول دي. د کرني پرمختایې صندوق ځانګړي پیریدونکې واړه سوداګر،مخکښ کروندګر او همدارنګه هغه کرنیز شرکتونه چې کرنېز توکې ویشی، لوړ کیفیته فصلونه تولیدوي، پروسیس کوونکې او د کرنیز محصولاتو صادرونکې دي.  د کرني پرمختایې صندوق په کلي ډول پور ورکونکې اداره ده چې د مالي اوغیرمالي ادارو له لارې پورونه برابروي.

د کرنې پرمختایې صندوق له لورې ورکړل شوی پورونه د کروندګرو او د کرنې سکتور نوروکړنو ته دا وړتیا ور بخښی چی د عصری تولید، پروسیس کولو او د بازار د پرختیا له هغولارو څخه کار واخلي چېۍ په تیره یو لسیزه کې را منځ ته شوی دي.

د کرني پرمختایې صندوق  دندي:

 کروندګرو اوکرنیز سوداګرو ته مالي خدمتونه برابرول ترڅو یي تولید ډیر، د فصلونو کیفیت ښه او د بازارموندنی له لاري د افغانستان کرنیزسکتور ته وده ورکړي دا به د کرني مالداري اواوبو لګولو وزارت هغه موخي چي په افغانستان کې د مشروع کرنیز اقتصاد راژوندي کول اوکلیوالي اقتصاد سره مرسته کول دي.

د کرني پرمختایې صندوق ستاسو لپاره څه کولای شی؟

د کرني پرمختایې صندوق د مالی منځګړېتوب له لاری کروندګرو ته مالي پورونه ورکوی لکه.

  • بانکونه  
  • د وړو پورونو اداري
  • د پور ورکوني وړې ټولني
  • د اجاري شرکتونه

غیری مالی اداری

  • د کرنیزو توکومغازی
  • د کروندګر ټولنی او کوپراتیفونه
  • سترکرنیز شرکتونه

د کرني پرمختایې صندوق څه ډول کارکوي؟

هغه واړه سوادګر، مخکښ کروندګراو د سوداګرو ډلی چی په کرنیزه سوداګرۍ کې بوختې دي او هغه څوک چې ښه سوداګریزه نظریه ولري کولای شی په جلال آباد، هرات، مزارشریف، کندهار، بامیان، او کابل کې د کرني پرمختایې صندوق  د فترونوسره اړېکه ټینګه کړي.

د پیرودنکو د کاروبار د کچې په پام کې نیولو سره به د پورورکوني په برخه کې تجربه لرونکی مشاور دوی ته د پور اخستلوغوښتنلیک چمتوکړي. او یا به یی د کرني پرمختایې صندوق د پورورکولو مرستندویه ادارې ته معرفي کړي.

نور کوم خدمتونه ترلاسه کولای شی؟

مالي منځګړیتوب او هغه کرنیز سوادګر چې د کرني پرمختایې صندوق  څخه یي پور اخیستی وي، یو لړخدمتونه تر لاسه کولای شي چې خپل تولیدات ډیر او کیفیت یي ښه کړي ترڅو یې  د حاصل څخه وروسته زیانونه کم او نوې مارکیټونو ته لاس رسی پیدا کړي. د کرني پرمختایې صندوق  دا خدمتونه د دې لپاری وړاندي کوي چې د خپلو پیرودنکو بریا یقیني کړي او پدې ډول دوی وتوانیږي چې خپل پورونه په خپل وخت واپس کړي یاد خدمتونه  په لاندی ډول تره سره کیږي.

تخنیکي مرستي او خدمتونه:

  • اداره او د پورکولو چارې برابرول.
  • د کرنېزو محصولاتو د تکنالوژي اړوند.
  • د بازار موندي د پرمختګ او پراخوالې په برخه کې.

په لاندې مواردو کې ګډون کول:

  • په نندارتونو او سوداکریزو پرګرامونو.
  • د تخنیکي زده کړو فعالیتونه.

کوم لاملونه دي چې د کرني پرمختایې صندوق د افغان سوداګرو غوره ټاکنه وګرځي؟

یوه شورا چې د شریعت سره سم مالي کړني وړاندې کوي، د کرني پرمختایې صندوق اسلامي پور ورکولو ته جدي پاملرنه کوي، ترڅوکړني د اسلامي فقه پر بنسټ ترسره او د پیرودنکو ځانګړو غوښتونو ته ځواب ووایي همدارنګه له مذهبی نورمونو سره سم  ټولي اسلامي مالي کړني  د شرعیت له مشورتي بور څخه اخستل شوي دي.

د پور وخت او شرطونه:

د یوې مالي ادارې په توګه چې یوازې د افغانستان د کرنې سره د کومک لپاره ځانګړی شوې. ټولي مالي کړني د کروندګراو کرنیزو فصلونو د تولید د وخت سره سمون لری او ټولې کړني د کرنېز سوداګرو او متشبیسیو اړیتاو سره سم حل لارې وړاندې کوي.

ارزانه پانګه اچونه

د شرعي کړنو او دودیزو پورونو په پام کی نیولو سره کرني پرمختایې صندوق پور ورکول د دود شوو پورونو په نسبت ډیر ارزانه دي.