د لغمان دکرنې ریاست: د سرخکانو د سړې خونې چارې په چټکۍ روانې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
د لغمان دکرنې ریاست: د سرخکانو د سړې خونې چارې په چټکۍ روانې دي

۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د قرغه یي ولسوالی د سرخکانو د سړې خونې چارې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن قرغه یي ولسوالی ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرخکانو سړې خونې د ترمیم پروژې د چارو څارنه وکړه.
ښاغلی محسن دیادې پروژې کارونه له نږدې ولیدل دپروژې ګټونکي شرکت مسؤل ته یې د پروژې هغه برخې چې نیمګړتیاوې درلودې په ګوته او دغه راز یې د پروژې د کارونو د لوړ کیفیت لارښوونه وکړه.
دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت له پراختیائي بودیجي څخه تمویلېږي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او د دوی د حاصلاتو خوندیتوب له لارې د عوایدو د کچې لوړل دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت