د کندز دشت ارچي کې پر سلګونو اړمنو کورنیو  خوراکي توکي ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۰:۲۱
د کندز دشت ارچي کې پر سلګونو اړمنو کورنیو  خوراکي توکي ووېشل شوې

دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالی کې پر هغو ٤٩٢ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول چې مخکې دکندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سره په همغږۍ د ډاکار مؤسسې له خوا سروې او پېژندل شوي وو.
دغه مرستې دکندز دکرنې رياست په همغږۍ د ډاکار دفتر له خوا په ٤٩٢ اړمنو کورنيو وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کژ هرې کورنۍ ته درې بورۍ اوړه، ۱۲ لیتره غوړي، ۱۲ کیلو لوبیا او یو نیم کیلو مالګه د دشت ارچي ولسوالی د کرنیزو چارو د عمومي مدیر الحاج مولوي عبدالمالک موسی، د اقتصاد رياست استازي او د ياد  دفتر د مسوولينو په حضور کې ووېشل شو.
د خوراکي توکو د وېش موخه له بې وزلو کورنیو سره مرسته ده.
د يادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په همغږۍ د ډاکار دفتر له خوا مخکې هم په مرکز او چهاردرې ولسوالی کې پر ٩٨٤ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشل شوې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت