کندهار کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۵۱
کندهار کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

کندهار کې ددې ولایت مرستیال والي مولوی حیات الله مبارک، دکرنې رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې د نیالګیو کښېنولو پسرلنۍ کمپاین پیل شو.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د کندهار کرنې رییس مولوي فضلي وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د کندهار کرنې ریاست لخوا پنځه زره نیالګي کښېنول شي او ترڅنګ به یې د نورو دولتي ادارو له خوا زرګونه مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي ونې هم اېښودل کېږي.
ښاغلي فضلي وویل افغانستان یو کرنیز هېواد دی، زموږ ډېری هېوادوال په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو اړینه ده چې بڼوالۍ او کرنیزو فعالیتونو ته لا زیاته پاملرنه وشي، په دې چاره کې هم د هېواد او هم د هېوادوالو خیر دی.
نوموړي له هېوادوالو وغوښتل، چې د نيالګيو کښينولو، روزنې او پالنې کې يې همکاري وکړي ترڅو هېواد سمسور، د طبیعي پېښو او افتونو پر مهال خوندي او خپلو راتلونکو نسلونو ته مو شین کندهار په سوغات کې پرېښې وي.
وروسته د کندهار مرستیال والي هم د کندهار له ولس څخه غوښتنه وکړه، چې هر څوک دی یو یو نیالګی د خپل ځان او هېواد د زرغون کولو له لپاره کښېنوي تر څو یو شین او سمسور ولایت ولرو. 
ښاغلي مبارک دغه راز وویل، چې ټول دولتي مسؤلین دې د نیالګیو ته جدي پاملرنه وکړي او په ښه شکل دې روزنه ترسره  کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت